د سعودي عربستان له خوا د اسلامي څېړنو مرکز جوړېږي
عثمان منصور انصاري عثمان منصور انصاري

په هغه غونډه کې چې نن د دوشنبې ورځ، د غبركولي په ۸مه نیټه کابل پوهنتون د غونډو تالار کې جوړه شوې وه د سعودي هېواد سفیر صالح منصور الصافي له خوا د کابل پوهنتون رییس ښاغلی حمیدالله امین سره د یو تړون لاسلیکولو له مخې نوموړي پوهنتون- شرعیاتو پوهنځي لپاره د اسلامي څېړنو د مرکز جوړولو-سمبالولو هوکړه وکړه.

ددې تړون له مخې چې ټولیز ارزښت یې(۱۳۸۷۵۰۰) ریاله چې له (۲۰) ملیونو افغانیو سره برابر دي د نوموړي پوهنتون شرعیاتو پوهنځي لپاره په نړیوال معیار برابر داسې یو اسلامي څېړنیز مرګز بنسټ کېښودلو تړون لاسلیک شو چې په راتلونکي کې د نوموړي پوهنتون د اسلامي-شرعي زده کړو پوهنپالانو د علمي تندې ماتولو لپاره هراړخیز ځواب وویلې شي. ددې مرکز د ودانۍ جوړېدا لپاره د نقشې لپاره اړوندو مراجعو سره اړیکه نیول شوې، او هیله ده چې په لنډو ورځو کې به یې د ودانۍ چارې پیل شي.

د یادولو وړ ده چې ددې تړون په څنګ کې به د شرعیاتو پوهنځي کتابتون هم په اړینو کتابي-الکټرونیکي وسایلو سمبال کړای شي.

 

 

   د رسنیو مسوول



May 31st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها